لغمان پولیسو دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

لغمان پولیسو دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.


  • 4 کاله دمخه (20/12/2020)
  • خالد سهار
  • 1255

 

 

د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي، چې د لغمان ولایت د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د مرکز مهترلام ښر په اړوندو سیمو کې د نشه یي توکو پر وړاندې یو لړ عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې دوه تنه د ۱۰۰ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

 

همدارنګه وزارت زیاتوي، چې دغه نشه يي توکي په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ماهرانه ډول خوندي شوي وو او غوښتل یې د مهترلام ښار له لارې یې قاچاق کړي.

 

د یادونې وړ ده، چې له نیول شویو کسانو څخه د ۱۰۰ کیلوګرامه تریاکو د ضبط سربېره؛ یو عراده کرولا ډوله موټر او دوه عرادې موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.