د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې کاپیسا کې په هدفي وژنو کې د لاس لرلو په تړاو د یو کس د وژل کېدو سربېره ۳ وسله وال ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، چې کاپیسا ولایت کې د ملي پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د دې ولایت د حصې اول ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې یو تن د وسله والو غلاوو او هدفي بریدنو په ترسره کولو کې لاس درلود وژل شوی دی.
دغه راز وزارت زیاتوي، چې د یاد ولایت ځواکونو د حصې دوم ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د یو بل عملیات په ترڅ کې درې تنه د وسله والو سره د اړیکو لرلو او همکارۍ په تور نیولي دي.