صابر د پښتو شاعرۍ نوی مضمون!
لیکوال: مانو اورښت
"شعر یو انځور دی چې غږېږي او انځور یو چوپ شعر دی، چې شونډې به یې و نه خوځېږي او شاعران د نړۍ ناپېژندل شوي قانون جوړونکي دي"
مانا دا چې دا ناپېژندل شوی قانون د عاطفې، مینې، خلوص، خواخوږۍ، احساس او د ذات له یوې پټې ژورې راوځي او دا قانون د هر شاعر بېل قانون دی چې یو منطق یې نشي ردوی. د شاعر نړۍ له هر چا بېله ده، له تیارو د زلفو ټالونه کاږي، له رڼا د پرهر شغله بېلوي، له خزان خپل دوړېدلی ځان راټولوي، په سپرلي کې د زخم جامې اغوندي او د میکدې پل تازه کوي، له ساړه نه د زړه توده خوله باسي، ګرمۍ ته د سړو خویونو ګیلې، مانې لټوي او خپل زړه د جانان په یو نظر تړي!
ارواښاد صاحب شاه صابر یو نر پښتون، لېونی مین او له یارانو ډک زړه ګرځېدلی انسان پاته شوی دی، شعر یې چې له کومې زاویې ګورې د ذات له کړکۍ یې راخیستی دی؛ ته وا، لکه د صابر شاعري چې په طبیعت کې پیدا شوې وي، ځکه زه ورته د پښتو شاعرۍ نوی مضمون وایم؛ زه مبالغه نه کوم، خو که د هنر او ادب په تله شعر تلو، صابر د دې نوم حقدار دی او ما چې د پښتو ژبې څومره شاعري لوستې د صابر د شعر په اندازه یې نه یم اوبولی، دا ځکه چې صابر له یو ریښتونې احساسه غږېدلی او خپل شخصیت یې ثابت ساتلی دی. صابر پوهېده چې د دې نړۍ افکار او خیالات موقتي دي، یا خو له یوه بد نیته راوځي او یا خو صابر د چا د فکر په کیسه کې نه و، مانا دا چې هر څه یې په خپل شعور مشاهده کول؛ صابر یوازې شاعر ندی، د یو فکر نوم هم دی، ځکه خو وایي:
یا لېونی دی، یا ما نه پېژني
څوک چې زما د لارې ما اړوي
صابر د خپل فکر په کرښه روان انسان او د خپلې وفا په نوم پټ سوی پتنګ و، خپلې خبرې که تر داره هم رسوه، نه ستنېده، صابر و چې د یوې ژبې سړی و، خپلې سر زوري مینې او د خپل پښتون فطرت په قید کې زنداني باغي و:
هر دار ته خپلې خوږې مینې بوتلم
هر غم ته خپلې وفا وتړلم
دا پښتون سړی، د خپل بېل فطرت له مخې د خپلې عقیدې محکم څلی و او هغوی چې د عقاید پر بنسټ او د دې سپېڅلي نوم نه ګټنه کوي، د صابر په مذهب کې یوازې مبلیغین وو. تش په نوم خلکو او د دې قام د سرکار او سرکار شا تلونکو ته به یې د لېوني غوندې بې ډاره او ازاره دا سوزنده چیغه کوله:
د اسلام د سپېڅلتیا مبلیغینو
په کابل کې درنه شته مسلماني مري
صابر د خپل جانان په خورو زلفو کې ورک و، کله به یې د زړه ټوټې پکې ټولولې، کله به یې په دې مستانه دارونو ټالونه خوړل، ډېر وخت به یې بلاوې بللې، د صابر نازک زړه به د زلفو له تورو بلاګانو بوږنېدۀ، کله خو به خپله سرمستۍ دې ته کېناوه، چې ټول عمر د زلفو په څنګل کې د رڼا څرکونه ورک کړي او په خپل ارمان پسې په ورکو لارو سر شي او پوهېدۀ چې خورو زلفو د تیارو رڼونه یې د سر په بیه ده:
چې د خورو زلفو تیارې رڼوې
صابره! اور به دې له سره ووځي
یا:
بلا دې واخلم زلفې مه خوروه
بلا به واخلي بلاګانې به شي
یا:
زړه مې خورېږي زلفې مه خوروه
د خورو زلفو مې خطر کېږي
کله خو به د زلفو وریښمینو ټالونو ساه وربندوله او روح به یې په یوې نایابې خوشبو داسې تازه کېده لکه چې له بدنه یې ځي؛ ډارېده به چې د زلفو غر یې د ساه په نریو څپو را ړنګ نشي!
خون به مې واخلي قاتلانې به شي
زلفې دې مه سموه ورانې به شي
وخت، دنیا او خلکو ته به یې له خولې سوزنده ښېره وته، خپله مینه یې د سر په بیه تماموله او د جانان په یو اور نظر یې ژوند لمبه کاوه؛ صابر د خپلې مینې سیوری و چې د دې بې درکه ټولنې په منځ کې ټکېده، د خپلې مینې په نوم ټوکېدلی ګلاب و، چې یوه موسکا یې د خوشرنګۍ پلمه وه، خو حالاتو یې په شونډو خاورو بادولې!
هر څوک زما په زړه کې تا لټوي
هر څوک زما له ژونده تا اخلي
تا رانه ولې بېلوي وختونه
ازار مې ولې خامخا اخلي
مینه یې مسلک و، د ژوند هره ساه یې مینه وه، دا لېونی مین د هرې کیسې لپاره ځورېدۀ، هره مینه یې د زړه له شاخه بېلوه، دلته د خلکو نیتونو او خیالونو ځوروه، صابر ته د صابر غوندې بل صابر نه و، ځکه خو یې د زړه هره څړیکه اور وه. سخته ده چې د کاڼو، کاڼو انسانانو په منځ کې هنداره، هنداره ژوند تېروي. په شعر کې د ټول انسانیت دعوه ګیر دی او خپله پخه خبره یې تر مرګه د خپل فطرت په لمبو لا پخوله او د سړیتوب په نوم یې ژوند کاوه.
سړی څنګ سړیخورو ته سړی پرېدي
په سړي خو به خوږېږي چې سړی وي
او د مینې هر لېونی یې ځان باله، د مینې دردونه یې د شاهانو د تخت په سکون نه ورکول، د هر مین درد، د دۀ درد و، حتا که د غرونو ببر سری به هم و!
خو چې څه د مینې خوږ لري په زړه کې
په ما ګران وي که د غرونو لېونی وي
خپه به دلته شو چې د مینې سرلاري به د ښار دلالان او د حوس تږي ول او داسې چیغه به یې سازوله:
هغه خلک د مینو رهبران شول
چې د مینې له مسلکه خبر ندی
یارانو ته یې تل پخه او کره خبره کوله، خپله ژبه او قام یې د سترګو تور او سپین و، شهرت یې نه پېژندۀ، یوازې د خپلو خړو کوڅو یو رنګین ګرد و چې تېرېدۀ به او نن د پښتو شاعرۍ هره دریڅه او کوڅه د صابر د بشر په خوشبو پسې سترګې وتې دی.
صابر به یارانو ته په پښتو او پښتونوالۍ ټینګار کاوه، ویل به یې:
زما ملګري دې پښتو وایي پښتون دې مني
ماته دې خېر دی نوموړی ادیب نه وایي څوک
ـــ
یادونه: د صابر پر شعر زما دا کرښې عادي کرښې دي، بېخي عادي؛ د صابر په شعر خوله نه درېږي، خو د ذوق له مخې مې دا لیک وکړ، کمی راته بښئ!