ملي امنیت ځواکونو جلال اباد ښار کې د دولتي کارکوونکو د ترور پلان کوونکی وسله وال طالب ژوندی ونیوه .
دننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځواکونو د اعتبار ګل په نوم یو وسله وال طالب د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېز اکمالاتي سیمه کې نیولی چې پلان یې درلوده، د دولتي کارکوونکو کورونه په نښه او ترور یې کړي، چې د څېړنو پر مهال یې پخپل جرم اعتراف هم کړی دی .
نیول شوی وسله وال طالب د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او د وسله والو طالبانو اړوند د قاري شاه ولي لخوا یادې دندې ته ګمارل شوی وو.
د ننګرهار د رسنیو دفتر یاده اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې پرون هم په دغه ولایت کې ناپیژانده وسله والو درې پولیس په شهادت ورسول.
طالب ډلې لاهم د نیول شوي کس په تړاو کوم غبرګون ته دی ښودلی.