د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي هیواد کې د پولیو واکسین سږني کمپاین کې شاوخوا ۳ نیم میلیونه ماشومان له یاد واکسین څخه بې بخرې شوي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا دمګړۍ په هیواد کې له ۵ کلونو کم عمره لس میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ واکسین ورکولو په عمر دي.
د مسوولینو په وینا که څه هم دوي له یاد واکسین څخه د ۳ میلیونه ماشومانو د پاتې کیدو اټکل کړی وو خو په وینا یې دمګړۍ په پکتیا او میدان وردګو کې د امنیتي ننګونو او دغه راز ډایکنډي، بامیان او غور کې د سړې هوا له امله له اټکله ډیر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.