میدانښار کې د کرونا د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو

میدانښار کې د کرونا د تشخیص لابراتوار پرانیستل شو


  • 4 کاله دمخه (24/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1129

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار ۳۰ بستریز کرونا روغتون کې د کرونا د تشخیص لابراتوار جوړ او پرانیستل شو.

د میدان وردګو والي الحاج عبدالرحمن طارق د خوښۍ په څرګندولو سره له ولسونو وغوښتل چې د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړي د ځان او نورو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمد سالم اصغرخېل د کرونا د تشخیص مرکز د پرانیستلو پر مهال وویل چې دغه مرکز به له دې وروسته د کرونا پایلو تر لاسه کولو کې ستونزې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا په روغتون کې ۱۴ مثبت او مشکوک کسان تر درملنې لاندې دي.