د هرات ولایت روغتیایي چارواکي په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پیښې له امله د ۹ تنو له مړه کیدو خبر ورکوي.
مسولین وایي دغه پیښه د ادرسکن ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې چې له امله یې ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه ټپیان دي.
دغه زار د دوشنبې په شپه هم په همدې لویې لارې د هرات د میرداوود سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یو تنه خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۲۶ تنه نور ټپیان شول.