د لشکراسلام ډلې مشر منګل باغ ووژل شو
یو شمېر باوري سرچینې وایي، نن غرمه مهال د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ باندر درې اړوند، د لکه ټۍ په سیمه کې د خپل کور مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین له کبله وژل شوی دی.
باید یاده شي، چې نوموړی څه موده وړاندې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې سخت ټپي شوی وو.
لاهم د ننګرها ولایتي ادارې رسنیو ته په دې تړاو څه نه دي ويلي.