د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي چې ددغه ولایت په جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ځانمرګي په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي وژل شوي.
د چارواکو په وینا د داعش ډلې د رهبرۍ دا غړي او ځانمرګی بریدګر د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند غوچکو سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
د مسوولینو په وینا د داعش ډلې دغه غړي له یادو ځواکونو سره د ځوابیه ډزو په پایله کې وژل شوي.