کورنیو بې ځایه شویو ته د مرستو ویش لړۍ پیل شوه

کورنیو بې ځایه شویو ته د مرستو ویش لړۍ پیل شوه


  • 4 کاله دمخه (20/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1079

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او کابل ولایت په ګډه همکارۍ ۱۵۰۰ بېځايه شویو کورنيو ته د نغدي مرستو د ویش لړۍ پيل شوه.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په وینا سږ کال په ټول هېواد کې ۱۷۳۵۰ اړمنې او بیځايه شوې کورنۍ ددغه وزارت د بوديجې له لارې د ژمنيو مرستو تر پوښښ لاندې نيول شوي چې هرې کورنۍ ته به ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شي.

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزير د بشردوستانه مرستو ویش خلکو ته د حکومت د مسئوليت يوه یلګه ياده کړه او زياته يې کړه چې سږ کال به د اړمنو او بېځايه شویو له ډلې له ۷۰ زرو زياتې کورنۍ د ژمنيو مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شي.

په ورته مهال د کابل والي په کابل کې د بېځايه شویو د وضعيت د بدلون لپاره خپلې هڅې اعلان کړې او وويل چې د خلکو د بېځايه کېدو يو لامل د افرادو او تروريستي ډلو امتيازات وو.