کراچۍ کینګز له یو سخت مقاومت وروسته ماتې وخوړه

کراچۍ کینګز له یو سخت مقاومت وروسته ماتې وخوړه


  • 3 کاله دمخه (01/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 1734

لاهور قلندرز لوبډلې کراچۍ کینګز لوبډله په ګونډو کړه

دغه لوبه چې د یکشنبې ماښام شپږ بجې شروع شوه، پچه په کې د لاهور قلندرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.

کراچۍ کینګز لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډې جوړې کړې او د ۱۸۷ منډو هدف یې لاهور قلندرز لوبډلې ته کېښود. د کراچۍ کینګز لپاره افغان ټول چاري نبي عیسي خیل ۵۷ او شرجیل خان ۶۴ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف په وروستي اور کې پوره او په ۶ ویکټو یې کراچۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لاهور لپاره فخر زمان تر ټولو زیاتې ۸۳ منډې جوړې کړې.

نبي عیسي خیل په توپ اچونه کې په څلورو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې خو په ویکټ اخیستلو بریالی نه شو.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاهین شاه افریدي ته ورکول شوه، چې په څلورو اورونو کې یې ۲۷ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي ول.

نن د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام ماښام شپږ بجې اسلام اباد یونایټیډ او کویټه ګلاډیټورز لوبډلې په خپلو منځو کې بخت ازمايي.

حضرت علي میاخېل