ولسمشر غني:  طالبان زمونږ بې ګنا هېوادوال وژني.

ولسمشر غني: طالبان زمونږ بې ګنا هېوادوال وژني.


  • 3 کاله دمخه (04/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1896

ولسمشر غني په ننګرهار کې د ګچو د تولید کارخونې پر کارکوونکو برید غندلی دی.

 

ارګ په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ددې برید غندنه کوي او نوموړي همدارنګه ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او زموږ بېګناه هیوادوال وژني.

 

 باید یاده شي، چې تېره شپه د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ کې د نامالومه وسله والو له لوري په یو برید کې د ګچو د تولید کارخانې اووه کارګر ووژل شول.

 

خو بل خوا ددې برید مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی؛ خو ارګ په دې اعلامیې کې یې مسوولین طالبان په ګوته کوي