هلمند کې یوه ښځینه پولیسه ټپي خو خاوند یې وژل شوی

هلمند کې یوه ښځینه پولیسه ټپي خو خاوند یې وژل شوی


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1458

 

د هلمند ولایت امنیتي مسوولین وایي نن سهار ددغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار دویمه حوزه کې په یو وسله وال برید کې یوه ښځینه پولیسه ټپي شوې خو خاوند یې وژل شوی.

د هلمند امنیه قوماندان ولي جان سرحدي وایي دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې ملالۍ له کور څخه دندې ته روانه وه.

د نوموړي په وینا په دغه وسله وال برید کې یاده ښځینه پولیسه ټپي شوې خو خاوند یې وژل شوی او وسله والو بریدګر له سیمې په تښته بریالي شوي.

تر دې وړاندې په کندهار ولایت کې د محبس پوليس افسره فرشته هم په وسله وال برید کې ووژل شوه.

په هلمند کې پر ښځينه پوليسې د ننني برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.