تېره ورځ افغان ځواکونو د هرات ولایت په زاوال ولسوالي کې ۳ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ د زاوال ولسوالي په شفیع کلي کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې ۳ طالبان وژلي ۸ نور یې ټپیان کړي او همداشان یې د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي.
د سرچېنې په خبره په عملیاتو یاد کلی په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاک شوی.
طالب ډلې لاهم په دې تړاو څه نه دي ويلي.