طالبان لا هم پر افغان سوله باور نه لري او نه غواړي، چې افغانان دې ارام ژوند وکړي.
ولسمشرغني ويلي، چې طالبان هڅه کوي د هغه علماوو غږ ټپ کړي، چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بولي.
نوموړي تېره ورځ د عبدالصمد محمدي د مړينې په غبرګون کې ویلي، چې طالبان لاهم دیني عالمان، ماشومان، مېرمنې او سپینږیري وژني او د اسلامي ارزښتونو ضد جنایتونه ترسره کوي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړی، چې طالبان به هیڅ وخت د ملکي وګړو په وژلو واک ته ونه رسیږي.
باید یاده شي، چې طالبانو تېره ورځ په تخار کې د علماوو شورا ریئس عبدالصمد محمدي وواژه، چې دې چارې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پر ضد توند غبرګونونه راوپارول.