سمسور (شنبه - وری - ۱۴) عامې روغتیا وزارت وایي، چې د هېواد په کچه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي.
یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې له دې ویروس څخه کوم اخته کس ژوند د لاسه نه دی ورکړی.
دغه وزارت دا مالومات نن ورځ له رسنیو سره شریک کړي، ښيي، چې تازه پېښې د ۱ زرو ۱۹۰ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
د سرچینې په خبره، یادې پېښې ۶ کابل، ۷ کندهار، ۵۳ ننګرهار، ۱ نیمروز، ۱ لوګر، ۵ کنړ او ۸ هم په لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د سرچینې په حواله، چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۶۷۶ ته رسېږي چې له ډلې یې ۲ زره ۳۷۷ یې فعالې دي.