روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 3 کاله دمخه (06/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1297

سمسور (سه شنبه - د وري- ۱۷) د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي، چې په یادې موده کې دوو تنو له کرونا ویروس څخه خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دا پېښې د هېواد په کابل، نیمروز، پکتیا، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، غزني، هملند، کونړ او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

سرچینه وایي، چې له دې سره پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره ۸۷۳ تنو ته لوړ شو.

د سرچینې په حواله له یاد ویروس څخه د مړه شویو کسانو شمېر ټولټال ۲ زره ۵۱۲ تنو ته رسېدلی.

د سرچینې په خبره، چې په همدې موده کې له دغه ویروس څخه ۲۵ تنه بېرته رغېدلي، چې له دې سره د رغېدلیو کسانو شمېر ۵۱ زره ۹۲۸ تنو رسېدلی.