بگير که نگيرت !
له نړيوالوسياليودپیل او اصولوخلاف څرگندونه
د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې چین ته به اجازه ورنهکړي چې د نړۍ په لومړي قدرت بدل شي.
ښاغلي بایډن دمارچ په ۲۵مه په خپله خبري غونډه کې وویل چې پر چین به د سوداګرۍ په څېر بېلابېلو برخوکې فشارونوته دوام ورکړي،جو بایډن دچین ولسمشردروسیې ولسمشرته ورته شخصیت وباله .
دجوبايډن داخبري ديوه بل هيواددمشرتابه پروړاندي دټولونړيوالو اصولو خلاف اودبل هيواد چاروکي دبربنډي لاسوهنې دپيل لامل بلل کېداي سي .
ښاغلی بایډن زیاتوي : "ولسمشرشي جین پېنګ په خپل بدن کې حتی د ډیموکراسۍ یوکوچنی هډوکی هم نه لري،خو هوښیارسړی دی.دی دولسمشر ولادیمیر پوتین په شان سړی دی چې فکرکوي استبداد د راتلونکې لپاره غوره لاره ده او داسې انګېري چې په دې پېچلې نړۍ کې ډیموکراسي کار نه شي کولای ."
مگردجوبايډن سره داڅوک مني چې ښاغلی جوبايډن ددموکراسی په ارزښتو نو پوهيږي اوهغوته درناوی لري؟دنړۍ په مختليفوهيوادونوکي بربنډې لاسوهنې اوهغوي ته رژيمونه اوچارواکي ټاکل ددموکراسي علامه ده؟
دده دغه څرگندونې ددوهيوادوهغومشرانوته گوتڅنډنه ده چې ترده یې په ټاکنوکښي ډيري رايي ترلاسه کړي اوخپل ولس ته دمنلو وړدي توهين دی .
هغوي حق لري چې جوبايډن څخه په يوه نړيواله محکمه کښي دده دڅرگندونو دسپيناوی پوښتنه وکړي .
ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د چین هدف دادی چې دنړۍ مخکښ قدرت شي، خوددې کاراجازه به ورنکړل شي ځکه دده په وینا متحده ایالات به ده دپاملر نې په نتیجه کې پرمختګ ته دوام ورکړي.
حيرانونکې خبره چي جوبايډن وايي چين ته اجازه ورنکړه شي.ايادغه څرگند ونې ددموکراسي اودنورپروړاندي دخنډونونه جوړولودپيل علامه نده ؟
خوبایډن په عین حال کې ټینګار وکړ چې هېوادیې له چین سره د تقابل په فکرکې نه دی.زه نه پوهيږم داټولي خبري که دتقابل بېلگې اودتقابل لپاره دهڅوپيل ندی نوڅه دی؟
جوبايډن چې اوس دهری ورځې په تېرېدوسره لکه چي تصادفي واک ته ور سېدداسی څرگندونې کوي چې دامريکا دټول سياسي اونړيوالواړېکوسره په ټکرکي دي.
دا نه يوازي دچين بلکې دنړې دهرهيواددولس اوددوي دمشرتابه حق دې چي دخپل هيواددسياسي،کلتوري او اقتصادي پياوړتيااوپدې برخه کي دخپل نفوذ دپراختيا اونړيوال شهرت مطرح کېدو لپاره شپه او ورځ مبارزه اوتلاښ وکړي.
په نړۍ کي دنړيوالو منل سوو اصولو له مخې دنړی دهيڅ هيوادمشراويا سياستوال دداسي له سپکاوي ډکوڅرگندونو حق نلري اونه پدې ډول دوي له نړيوال اقتصادي اويا سياسي سيالی نه گوښه کولاي سی .