سمسور(سه شبنه د وري ۲۴) د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې نن د اپرېل ۱۳ د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.
ولسمشر غني د دې میاشتې د پیلېدو پیغام کې پر طالبانو غږ کړی چې دې میاشتې ته په درناوي له جګړې، تاوتریخوالي او د ولس په وړاندې له دوښمني لاس واخلي.
د ولسمشر غني غوښتنه په داسې مهال ده چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې کېدونکې نړیواله ناسته کې ګډون نه شي کولای.
نوموړي ویلي، چې د دې ناستې په تړاو یې لا هم خپلمنځي سلا مشورې روانې دي او هر کله چې یې پرېکړه وکړه بیا به یې له خلکو سره شریکه کړي.