بایډن دې دقت وکړي؛ د سرتېرو وتل ښې پایلې نه لري

بایډن دې دقت وکړي؛ د سرتېرو وتل ښې پایلې نه لري


  • 3 کاله دمخه (14/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1420

سمسور ( چهارشنبه د وري ۲۵) امریکايي سناتوران وايي، چې بایډن دې له افغانستان څخه د پوځونو په وتلو کې غېر مسؤلانه پرېکړې نه کوي.

دوی وايي، چې له افغانستان څخه په اوسنیو شرایطو کې د امریکايي ځواکونو وتل به د امریکا او افغانستان لپاره ناوړه پایلې ولري.

امریکايي سناتور او یاد هېواد د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، مارکو روبیو د بایډن هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی او د بایډن پرېکړه یې د اندېښنې وړ بللې.

نوموړي ویلي، چې که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي؛ نو د دې احتمال شته، چې یاد هېواد یوځل بیا د جګړو په ډګر بدل شي.

روبیو زیاته کړې، چې لاهم القاعده افغانستان کې فعالیت کوي او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان کې کورنۍ جګړې زور واخلي، چې یوځل بیا به یاد هېواد تیر تاریخ ته ور وګرځي.

هغه همداشان ویلي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه لاهم دافغانستان په جګړې پانګونه کوي او له کلونو راهیسې دا ډول فرصت ته په تمه دي.

باید یاده شي، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل، چې له افغانستان څخه به د سپټمبر په ۱۱ ټول سرتیري وباسي.