تېرکال هېواد کې د بنډیو په حاصلاتو ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

تېرکال هېواد کې د بنډیو په حاصلاتو ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.


  • 3 کاله دمخه (20/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1829

سمسور (سه شنبه د وري ۳۱) د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، تېر کال په اووه زره هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۵۴زره او ۶۸ مټریک ټنه حاصل تر لاسه شوی دی.

د یاد وزارت د خبر له مخې، په ۱۳۹۸یم کال کې د بنډیو حاصلات ۱۶ زره او ۳۰۳ مټریک ټنو ته رسېدلې وه.

د سرچینې په خبره بلخ، هلمند، فراه، ننګرهار، لغمان، هرات، کندز او نیمروز ولایتونه په هېواد کې د بنډیو اصلي تولیدوونکي ولایتونه دي.