سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزارت یا پنټاګون کندهار ولایت کې د طالبانو له خوا د دوی پر پوځي اډې د ترسره شوي برید په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول واړه بریدونه زموږ د وتلو پر بهیر هېڅ راز اغېز نه شي لرلای.
دغه وزارت کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر اډه د طالبانو توغندیز بریدونه په کلکو ټکو سره غندلي دي.
دا څرګندونې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډول واړه بریدونه مؤثر نه دي او په وینا یې د دوی د وتلو پر څرنګوالي هېڅ راز اغېز نه شي لرلای.
په کندهار کې د امریکایي ځواکونو پر نظامي اډې تر برید وروسته په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم د طالبانو له لوري ورته بریدونه یوه تېروتنه بللې وه او له طالبانو یې غوښتي و، چې باید د ځواکونو د وتلو پر مهال د ورته تېروتنې له تکراره ډډه وکړي.
بل لورته امریکا ټینکار کوي، چې که په ځواکونو یې د وتلو پرمهال برید وشي؛ نو په وینا یې له ورته سخت ځواب سره به مخ شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلینکن بیا ویلي، چې د سرتېرو له ایستلو وروسته به هم افغانستان کې زموږ سفارت شتون ولري او دغه هېواد سره به په اقتصادي، بشردوستانه او پرمختیایي برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د انتوني بلېنکن څرګندونې داسې مهال دي، چې دمخه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هیلري کلینټن له سيانان سره په مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړې د بهرنیو ځواکونو وتلو په تړاو ویلي، چې دوه سترې پایلې شتون لري، چې واشنګټن باید ورته چمتو واوسي، لومړۍ د "افغان حکومت سقوط او طالبانو له لوري یې نیول" او دوهم د "نړیوالې ترهګرۍ" د فعالیتونو بیا ځلي پیل.
د امریکایي چارواکو دا لیدلوري داسې مهال دي، چې امریکا د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر پیل کړی او ښایي دغه لړۍ د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې دوام ومومي.