طالبانو کندهار کې د دهلې بند امنیتي پوستې نیولي.

طالبانو کندهار کې د دهلې بند امنیتي پوستې نیولي.


  • 3 کاله دمخه (06/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1391

سمسور (پنجشنبه د غویي ۱۶) د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې تېره ورځ پر دهلې بند او نږدې سیمو ولکه وکړه.

دغه بند د کندهار له مرکز ۴۰ کیلومتره لرې شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۶۵ کاله وړاندې د امریکا په مالي لګښت جوړ شوی دی. 

سرچینې وایي، طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې دا سیمه کلابند کړې وه او د دې بند کارکوونکو ته یې ګواښ کړی و چې سیمې ته به نه ورځي.

د راپورونو پر بنسټ، طالبانو تېره ورځ تر یوې اوونۍ سختې جګړې وروسته د دې بند پر ټولو برخو ولکه وکړه او بند ساتو پولیسو هم شاتګ کړی.

که څه هم د کندهار ځايي چارواکو تر دې دمه د دې په دې هکله څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې یې ویلي و، چې وسله والو طالبانو دهلې بند ته څېرمه پل پر بمونو الوځولی دی.