تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (06/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1341

افغان ځواکونو د هېواد په ۷ ولایتونو کې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۷۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۷ ولایتونو کندهار، بادغیس، بلخ، فراه، هلمند، تخار او کندوز ولایتونو کې له طالبانو سره مخامخ جګړې او د یادې ډلې پر وړاندې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۱۷۹ طالبان وژل شوي او ۹۱ نور یې مرګوني ژوبل کړي دي.

د سرچینې په خبره افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې طالبان له خپلو سیمو تېښتې ته اړ کړي او همداشان یې د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړي دي.

باید یاده شي، چې تېرو دوه ورځو کې یواځې په هلمند کې د افغان ځواکونو له لوري له ۲۰۰ پورته طالبان وژل شوي، چې بهرني جنګیالي او د القاعده ډلې غړي هم په کې شامل وو.