تېر ۲۴ ساعتونه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۱۴۷ طالبان وژلي او درې نور یې نیولي.

تېر ۲۴ ساعتونه؛ دفاع وزارت: افغان ځواکونو ۱۴۷ طالبان وژلي او درې نور یې نیولي.


  • 3 کاله دمخه (21/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1258

د ملي دفاع وزارت په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې د ۱۴۷ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو، ۹۰ ټپي کېدو او همداشان د درې نورو د نیول کېدو خبر ورکړ.

د ملي دفاع وزات په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې افغان ځواکونو تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې یاده مرګ ژوبله دغو وسله‌والو طالبانو ته د هېواد ننګرهار، میدان وردګ، لغمان، کندهار، هرات، فاریاب، بلخ، کندوز، هلمند، نیمروز، بغلان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

د سرچینې د مالوماتو له‌مخې، چې د دغو عملیاتو پر مهال دغه‌راز د دوی زیات شمېر وسلې او مهمات له‌منځه وړل شوي.

سرچینه کې راځي، په ورته وخت کې ۲۴ بېلابېل ډوله هغه ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ پر لارو کې ځای پرځای کړي وو، کشف او خنثی کړي شوي دي. 

وسله‌والو طالبانو بیا تر دا مهاله د دفاع وزارت دغې ادعا او د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تبصره نه‌ده کړې.

دا وزارت داسې مهال یاد شمېر طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره کوي، چې تېره ورځ یې هم په یوه خبر کې ۱۷۶ وسله والو طالبانو د وژلو او ۱۱۲ نور د ټپي کېدو خبر ورکړی و.