لوګر کې افغان ځواکونو ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او د وسلو یوه ستره زېرمه یې هم کشف شوه.

لوګر کې افغان ځواکونو ۳۳ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله او د وسلو یوه ستره زېرمه یې هم کشف شوه.


  • 3 کاله دمخه (26/05/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1632

د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي وایي، تېره شپه افغان ځواکونو د څرخ ګرم اب، ډبر او د محمد آغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي.

د احمدي په خبره، د دغو عملیاتو پر مهال ۲۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور یې ټپيان دي.

احمدي زیاتوي، همداشان تېره شپه کمانډو ځواکونو د خروار ولسوالۍ ماني بازار سیمه کې د طالبانو د وسلو پر یوه زېرمه هم عملیات ترسره کړي او له دغې زېرمې څلور قبضې راکټ انداز، ۵۰ میله‌کلاشینکوفونه، یو میل کرينکوف، ۲۰ بوجۍ چاودېدونکي توکي، ۳۰ پايې مخابرې، ۱۰ تفنګچي، ۱۲ عرادې بېلابېل وسایط، ۳ عرادې موټر سایکلونه، ۳۰ زره فائیره بېلابېلې مرمۍ او د طالبانو ۵۰۰ بیرغونه لاسته ورغلي دي.

تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان چارواکو په بغلان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د یو زندان ماتېدو او د ۳۶ نظامیانو په ګډون یې ترې د ۶۲ تنو خوشې کېدو خبرداری هم ورکړ.