د افغانستان، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې بې ثباتي ټولې سیمې ته خطر پېښ کولای شي او د اوسنیو ننګونو د پای ته رسولو لپاره مشترکو هڅو ته ضرورت دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د ویډیویي کنفرانس پر مهال د افغانستان پر روان وضعیت او پر افغان سوله غږېدلي دي.
د درې واړو هېوادونو لهلوري په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کمښت او د بشپړ اوربند غوښتنه شوې او زیاته کړې یې ده، چې په پایله کې به یې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو ته لار هواره شي.
اعلامیه کې همداراز ویل شوي، افغانستان کې د زور له لارې د هېڅ یو حکومت د واک ترلاسه کولو ملاتړي نه دي او ټولنې او د عامو خلکو ژوند ته د طالبانو د ور ګرځېدو لپاره باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا تړون دایر شي.
باید وویل شي، چې یاد کنفرانس د "افغانستان، پاکستان او چین" د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزو بحثونو څلورمه ناسته وه.