د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په دوام د جون په ۱۸ مه ملتان سلطان له لاهور قلندرز لوبډلې سره مخامخ وه.
په دغې لوبه کې پچه د لاهور قلندرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه. ملتان سلطان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او د ۱۷۰ منډو هدف یې لاهور قلندرز لوبډلې ته کېښود.
د ملتان سلطان لوبډلې لپاره ریلي روسو ۲۹ او سهیب مقصود ۶۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د قلندرز لپاره جیمز فولکنر ۲، شاهین شاه افریدي ۳ او راشد خان په څلورو اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکړې یو لوبغاړی وسوځوه.
قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۸۰ منډو یې ماتې ومنله. د قلندرز لپاره جمیز فولکنر تر ټولو ډېرې ۲۲ منډې جوړې کړې.
د ملتان لوبډلې لپاره شاه نواز داني غوره توپ اچونه وکړه، داني د پنځه منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شاه نواز داني ته ورکول شوه، چې پنځه منډې یې ورکړې وې او څلور لوبغاړي یې سوځولي ول.