د کرکټ په برخه کې د بروکن کرکټ په نامه یوې رسمي فیسبوک پاڼې د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې نړیوال کرکټ کې یې له ۲۰۱۶ کال راهیسې زیاتې شپږیزې وهلي دي.
په دغو لوبغاړو کې هندي روهیت شرما تر ټولو زیاتې ۲۸۹ شپږیزې وهلي دي، او لومړی مقام یې ترلاسه کړی دی.
دوهم ځای کې نیوزیلینډی مارټن ګوپټل دی، ګوپټل ۱۸۰ شپږیزې له ۲۰۱۶ کال راهیسې وهلې دي.
دریم ځای انګلستاني ایون مورګن نیولی دی، مورګن تر اوسه له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۱۶۶ شپږیزې وهلې دي.
ور پسې په ترتیب اسټرالیاوي ارون فینچ ۱۶۵، بین سټوکز ۱۶۱، جوز بټلر ۱۵۳، جوني بیرسټو ۱۵۳، ویرات کوهلي ۱۳۷ او وروستي ځای کې ګلین مکسویل دی، مکسویل هم ۱۳۷ شپږیزې له ۲۰۱۶ کال راهیسې وهلې دي.