زابل کې ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

زابل کې ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه


  • 3 کاله دمخه (03/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1650

د کلیو بيارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اقرأ پروژې تر سیوري لاندې زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰۰ تنه زده کوونکو ته د ښوونځي د ودانۍ په جوړیدو د زده کړو مناسب چاپېریال برابر شو. 

دا ښوونځی ۸ ټولګي، ۲ اداري خونې، ۳ تشنابونه ، د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه او ۴۶۵ متره مساحت لري. 

دغه ښوونځی د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره جوړ شو چې د تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو لپاره یې لسګونه کاري ورځې هم برابرې کړې وې.