د ترکیې ځايي چارواکو نن یکشنبه ویلي، چې د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي کډوالو یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۲ تنه مسافر وژل شوي او ۲۶ تنه نور ټپيان دي.
ځینو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه نن د ترکیې په ختیځ کې د وان ولایت په مرادیه کلي کې د ایران پولې ته نږدې رامنځته شوې ده. د یاد خبري اژانس پر حواله، د چپه شوي موټر مسافر افغانان، پاکستاني او بنګله دېشي وو، چې ترکیې او یا هم اروپا ته دتګ اراده یې درلوده.
باید وویل شي، چې د وژل شویو کسانو پېژاند تراوسه روښانه شوی نه دی.