اروپايي ټولنې د اقلیمي بدلون لپاره یوه طرحه جوړه کړې، چې ۱۲ مادې لري او تر۲۰۵۰ کاله پورې به د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره کارول کېږي.
په دې طرحه کې مختلف موارد ذکر شوی او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تر تایید وروسته به عملي کېږي.
په دې کې د ټولو پټرولي او ډیزلي موټرونو بندول او تولیدي فابریکو کې تغییرات راوستل هم شامل دي.
د اقلیم بدلون په نړیواله سطحه یوه مهمه موضوع ده او ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه یې د مبارزې لپاره هڅې کوي.
ساینسپوهان وايي، چې صنعت زیات شوی او هوا ګرمه شوې، که چېرته وضعیت کنټرول نه شي؛ نو راتلونکي نسلونه به له سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي.