د اسټرالیا او بنګلادیش کرکټ لوبډلو تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه هم بنګلادیش لوبډلې وګټله.
یاده لوبه چې پرون د اګست په ۴ مه نېټه ترسره شوه لومړی توپ وهنه په کې د اسټرالیا لوبډلې وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د ۱۲۲ منډو هدف یې بنګلادیشۍ لوبډلې ته کېښود.
د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې موسیس هینریکس ۳۰ او میچل مارش ۴۵ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د بنګلادیش لپاره بیا په توپ اچونه کې مستفیظ الرحمن درې لوبغاړي وسوځول.
بنګلادیشۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۸،۴ اورونو کې پوره کړ او په ۵ ویکټو او ۸ توپونو یې اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د بنګلادیش لپاره شکیب الحسن ۲۶ او افیف حسین ۳۷ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه افیف حسین ته ورکول شوه، چې په ۳۱ توپونو یې په مهم وخت کې ۳۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د افیف په دغو منډو کې ۵ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.
له دې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې هم بنګلادیش د اسټرالیا کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.