ننګرهار کې پلچکونو ته بم کېښودونکی طالب د خپل عمل په سزا ورسېد

ننګرهار کې پلچکونو ته بم کېښودونکی طالب د خپل عمل په سزا ورسېد


  • 3 کاله دمخه (05/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1312

امنیتي ځواکونو د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې درې پلچکونو ته بم اېښودونکی وسله وال طالب د اته نورو طالبانو سره یو ځای وواژه.  

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې وسله والو طالبانو تېره شپه درې پلچکونه په بمونو الوزولي وو، چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د نجیب په نوم هماغه وسله وال له اته نورو وسله والو طالبانو سره یو ځای ووژل شو، چې پلچکونو ته یې بمونه اېښودلي وو.

په همدې حال کې په یاده لویه لاره د څلورو ولسوالیو تګ راتګ کوونکو د وسله والو له لورې پلچکونه او عامه تاسیسات ویجاړول یو نه بخښوونکی عمل او ستر جنایت بللی دی.