د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشره میشل بشلت وايي، چې افغانستان کې بوږنوونکي حالت اندیښمن کړي یو او د اندیښنې وړ دی.
دې په وسلوالو طالبانو غږ کړی، چې بشري جنایت ودروي او د سولې د خبرو له لارې دې روانه جګړه پای ته ورسوي.
د مېرمن مېشل بشلت په خبره دوی هڅه کوي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو نقض کوونکي مستند کړي او هغه موارد په ګوته ګړي چې بشر ضد جنایت بلل کېږي.
مېشل همدا راز وايي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنري هڅه کوي، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي او د بشر ضد جنایتکاران محاکمه کړي.