د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د مرکز متون په سیدحنان کلي کې د ۲.۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو کانال جوړولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي دي.
سرچینه زیاتوي دغه کانال چې ۳۸۰ متره اوږدوالی لري ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او د سیمې ۱۶۵ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
ددغې پروژې په کاري بهیر کې د سیمې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۲۰۸۹ کاري ورځې هم برابریږي.