امرالله صالح: ولسمشر غني خپله کړې ژمنه پوره نه‌کړه؛

امرالله صالح: ولسمشر غني خپله کړې ژمنه پوره نه‌کړه؛


  • 3 کاله دمخه (27/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1463

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح پر ښاغلي غني تور لګولی، چې له هېواده په تګ یې خپله کړې ژمنه ماته کړې ده.‌

امرالله صالح له بي‌بي‌سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ولسمشر غني ورته ویلي وو، که طالبان ورسره یو سیاسي توافق ته ونه‌رسېږي؛ نو دی بیا په ارګ کې وژل کېدو ته چمتو دی.‌ 

ښاغلي صالح دغه‌راز په دې مرکه کې ولسمشر غني ته سپارښتنه کړې، چې یوټیوب ته ورشي او خپلې پخوانۍ ویناوې دې واورې. 

د صالح په وینا، ښاغلي غني به هر وخت ویل، چې دا مه پوښتئ چې هېواد تاسې ته څه کړي، دا پوښتنه وکړئ چې تاسې هېواد ته څه کړي دي. 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې غني به تل د امان الله خان مثال ورکاوه، چې یو روښان فکره پاچا و؛ خو له وطن ولاړ او خلک یې یوازې پرېښودل؛ نو اوس دې غني خلکو ته ووایي چې ولې له هېواده ووته. 

د صالح دا څرګندونې داسې مهال دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه، کابل ته د طالبانو له ننوتلو شېبې وړاندې له پلازمېنې کابل وتلی و.

پر هماغه شپه نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل، چې په هېواد کې د وینې تویېدنې مخنیوي لپاره اړ شو چې له کابل ووځي.