د تالېبانو په راتګ سره یو وار بیا د کالدارو چلښت زیات شوی

د تالېبانو په راتګ سره یو وار بیا د کالدارو چلښت زیات شوی


  • 3 کاله دمخه (20/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1389

وروسته له هغې، چې ت.الېبان پر افغانستان واکمنان شول؛ اوس د هېواد د یو شمېر ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د کلدارو چلښت زیات شوی.

کندهار، ننګرهار، لوګر بیا هغه ولایتونه دي، چې په یو شمېر ولسوالیو کې یې د کلدارو چلښت تر نورو ولایتونو ډېر ترسره کیږي.

که څه هم تال.ېب چارواکو ویلي وو، چې دوی به په کلدارو د راکړې ورکړې مخه ونیسي؛ خو لاهم کوم اقدام نه دی ترسره شوی.

تر دې وړاندې بیا پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې له افغانستان سره به په تجارت کې د ډالرو پر ځای کلداره استفاده کوي.

اوس باور دا دی، چې پاکستان غواړي خپله کرنسي په افغانستان کې یو وار بیا دود کړي.