د هتلر په وخت کې د پولنډ په آشویتس کې یو زندان و ، چې انسانان به ژوندي پکې سوځول کیدل
ډاکتر ویکتور فرانکل یوازنی کس و چې له دې جهنمي زندانه تښتیدلی و، ده د دنیا ټولو ښوونکو ته لیک ولیکه:
(زما سترګو هغه څه لیدلي چې د هیڅ انسان سترګې یې باید ونه ویني، ما ګازي خونې ولیدلې چې د ډیرو لایقو انجنیرانو لخوا طراحې کیدلې۔
ما ډیر پوه او تکړه ډاکتران ولیدل چې بې ګناه ماشومان به یې په ډیره اساني مسموم کول۔
ما په کارپوه روغتیاپالان ولیدل چې انسانان به یې په یوه پیچکاري وژل۔
ما د پوهنتونونو فارغ التحصیلان ولیدل چې کولای یې شوای بل انسان په اور کې وسوځوي۔
دې ټولو دلایلو زه په علم شکمن کړم ، له تاسې ښوونکو هیله کوم چې مخکې له دې چې له خپلو شاګردانو څخه انجنیر، ډاکتر او ۔۔۔ جوړ کړﺉ له هغه (( انسان)) جوړ کړﺉ، چې بیا یوه ورځ په پوهو رواني ځناورو بدل نه شي۔
ډاکتر یا انجنیر کیدل دومره سخت کار نه دی ، هر څوک کولی شي له څو کاله کوښښ وروسته داکتر یا انجنیر شي ، خو تاسې خپلو شاګردانو ته ور زده کړﺉ چې تر ټولو ښه او لویه شتمني او مقام (انسانیت) دی، چې په نړۍ کې له هیڅ تحصیلي سند سره د مقایسې وړ نه دی۔
باید کوښښ وکړو چې انسان واوسو!
د خدای مخلوق ته هغه ګه ښځه وي که نارینه درناوی ولرو او حق یې ترې وا نه خلو!)
چې زموږ معلم صاحبانو او ملاصاحبانو به دا لیک لوستی وي که یه؟