ط. البان: افغانستان کې د داعش هېڅ لوی ګواښ نه‌شته

ط. البان: افغانستان کې د داعش هېڅ لوی ګواښ نه‌شته


  • 3 کاله دمخه (02/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1318

ط. البان وایي، افغانستان کې اوس‌مهال د اسلامي امارت پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ او تهدید نه‌شته.  

د طالبانو په مشرۍ د حکومت د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي رسنیو سره خبرو کې ویلي، د دوی ځواکونه د هغوی پر وړاندې چې امنیت خرابوي جدي دي او په تدریجي ډول به د نا امنۍ دا ډول پېښې صفر ته راښکته شي. 

په وروستیو کې په افغانستان کې پر ط. البانو د داعش ډلې بریدونو زور اخیستی، چې تر ټولو خونړۍ برید، د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د کابل پر هوايي ډګر و، چې نږدې ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر په کې ووژل شول. 

ط.البان وايي، پرون د پروان په چاریکارو کې د دوی پر امنیتي ځواکونو د داعش ډلې له‌خوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کې ۲ طالب عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. 

د ط.البانو له قوله، له چاودنې وروسته یې په سیمه کې عملیات پیل کړي او د داعش یو پټن‌ ځای د دوی له یو شمېر وسله‌والو سره یو ځای له‌منځه وړل شوی؛ خو داعش ډلې تر اوسه د چاریکارو د ماین چاودنې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.