د بزنس ریکاډر ورځپاڼې د راپور لهمخې، چین له پاکستان څخه د خپلو وژل شویو نهو انجینرانو پر سر ۳۸ میلیونه ډالر تاوان غوښتی دی.
د راپور له مخې، چین په پاکستان کې د داسو په نامه بند باندې خپل کار درولی او ویلي یې دي، چې دوی به تر هغو خپل کار پیل نهکړي؛ ترڅو پورې چې یې د وژل شویو انجنیرانو پر سر غرامت نه وي تر لاسه کړی.
په ورته مهال د پاکستان د چارو کارپوهانو په باور، چې دا د پاکستان او چین په اړیکو کې د ترینګلتیا نښه ده او که چېرته پاکستان ونه توانېږي چې د چینایي انجنیرانو ژوند خوندي کړي؛ نو سخت زیان به پرې کړي.
باید وویل شي، چې سږکال د پاکستان په داسو کې د چینایي انجنیرانو پر موټر ترهګریز برید وشو چې په پایله کې یې د نهو چینایانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.