د ملي لوبډلې لګښت د کرکټ نړیواله شورا ورکوي؛ طالبان دې د لوبغاړو روحیې نه ځپي

د ملي لوبډلې لګښت د کرکټ نړیواله شورا ورکوي؛ طالبان دې د لوبغاړو روحیې نه ځپي


  • 3 کاله دمخه (27/10/2021)
  • جعفر هاند
  • 1024

ځینو ملګرو راته په مسینجر کې د «طالبانو د یو غړي غږیز پیغام استولی» چې هغه په کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ګواښ کوي چې د «طالبانو سپین بیرغ به پرې په زور مني،» او وايي چې لوبغاړي دې په نړیوالو میدانونو کې «ملي بیرغ» نه یادوي. دا کلیپ چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپور شوی ځینې نورې جالبې خبرې هم لري، وايي «لوبغاړي اسلامي امارت نړیوال جام ته استولي او هغوی باید د امارت اطاعت» وکړي او «امارت د خلکو په رایو نه دی راغلی بلکې په زوره راغلی او هر څه به په زوره پرې مني».........

په نورو خبرو یې نه غږېږم خو د کرکټ په اړخ یې غواړم لږ وغږېږم: 

موږ چې وایو په کرکټ بورډ کې باید سیاسي مداخله نه وي چې د کرکټ نړیواله شورا یې نشي زغملای، هدف مو همدا ډول خبرې، څرګندونې او اقدامات وي. په تېرو نظامونو کې هم په کرکټ بورډ کې چارواکو دا ډول مداخلې کولې چې تر اخره سیستم جوړ نشو. چې د واکمن نظام یو غړی په ښکاره د کرکت لوبغاړو ته ګواښونه کوي، ته وا دا د بورډ په چارو کې مداخله نه ده؟ د کرکټ نړیوالې شورا د قوانینو خلاف نه دی، دا شورا به غلې کیني؟

د دغه ښاغلي په خبرو سره د لوبغاړو امنیت او مصئونیت هم له «جدي ګواښ سره» مخامخ کېدای شي، چې دا هېچا ته او په ځانګړي ډول د کرکټ نړیوالې شورا او اسیايي شورا ته د منلو نه ده. دا خبرې په اسانۍ سره د ملي لوبغاړو خلاف د ځینو  وسله والو غبرګون پارولای شي چې کوم ناوړه اقدام وکړي. ولې د ملي لوبډلې لوبغاړو ته دا «نړیدلی وطن» نور هم «سور تنور» وګرځول شي؟ 

تاسو ولیدل چې نیوزلنډ مازې د امنیتي اندېښنو له کبله خپل ټول ټیم له پاکستان څخه وویست او په دې کار سره یې د پاکستان حیثیت، سیاست او کرکټ ته ډېر زیان واړوه...

چې د واکمن نظام یو غړی وایي په لوبغاړو به په زوره «خپل سپین بیرغ» ومني، دا د نړیوالو قوانینو او په ځانګړي ډول د کرکټ د نړیوالې شورا د قوانینو او بشردوستانه اصولو خلاف عمل نه دی؟ کله چې خبره د زور شي، «بیا دکتاتوري بلل کیږي» او دکتاتوري په یوشتمې پېړۍ کې مردوده ګڼل کیږي.

دی وايي چې «اسلامي امارت په لګښت» لوبغاړي نړیوال جام ته تللي، دا معلومات سم نه دي، د نړیوال جام د سیالیو ټول لګښت د کرکټ نړیواله شورا ورکوي او کوربه یې هند دی. کاش افغانستان په اوسني وضعیت کې په اقتصادي لحاظ دومره غښتلی وای! خو زه خبر یم چې لوبغاړي قطر ته هم په مفتې الوتکې کې ولاړل او هلته هم په مفتت ځای کې اوسېدل، البته لګښت یې قطر ورکاوه! 

څو میاشتې مخکې د «اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون یو غړي» د ښځو د کرکټ په اړه یوه خبره وکړه چې سمدستې استرالیا له افغانستان سره د ټست لوبه وځنډوله او خبره تر دې ځایه ورسېده چې شاید نړیوال جام کې هم افغانستان پرېنښودل شي.

په داسې یو حساس وخت، حساسو لوبو او له پاکستان سره تر مهمې لوبې مخکې دا ډول څرګندونې د لوبغاړو مورال ځپي، حوصله یې ماتوي، زړونه او فکرونه یې ړنګوي چې تاوان یې وطن او ولس ته رسي. مګر ولې داسې خبرې وشي. تاسو باید لوبغاړو ته ډاډ، اطمینان او زړه ورکړئ. دا د دې وطن بچیان دي او د دې ولس خوشحالۍ ته اوښکې تویوي، ایا پاداش یې همدا دی؟

که «اسلامي امارت» رښتیا هم غواړي چې د ولس دا خوشحالي ونه تروړل شي، په کار ده چې خپل ټول واړه او زاړه «غړي» په کرکټ بورډ کې له مداخلو او د کرکټ په اړه له دا ډول څرګندونو را وګرځوي. کرکټ بورډ یوه اداره ده، رئیس لري، اجرايي مشر لري، د مطبوعاتو برخه لري، ویاند لري او مکمل پرسونل لري چې ټول لګښت یې د کرکټ نړیواله شورا ورکوي. هغوی خپل کار ته پرېږدئ.

د کرکټ نړیوالې شورا څو کاله مخکې د زمبابوې د کرکټ بورډ غړیتوب د همداسې سیاسي مداخلو له کبله وځنډوه. شاوخوا ۳۰ کاله یې د جنوبي افریقا غړیتوب ځنډولی و. دا څو کاله مخکې د «فساد د تورونو» له کبله چې له سیاسي مداخلو زیږي، د امریکا د متحدو ایالتونو غوندې یو هېواد غړیتوب هم ځنډولی و....

کرکټ، د کرکټ ملي لوبغاړي، ملي بیرغ او نور ملي ارزښتونه په هېڅ فرد، اوسني او مخکني نظامو پورې تړلي نه دي، دا د ټول ولس مشترک منافع دي او د احمد او محمود په څرګندونو ورته زیان رسېدلای نشي، هو البته دا ډول څرګندونې افغانستان او افغان ولس ته زیان رسولای شي. فرض کړئ، د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان غړیتوب وځنډوه، زیان یې چا ته رسي؟ ولس ته چې کرکټ ورته په داسې بدو حالاتو کې د هیلو او امیدونو څرکونه دي. البته، د غړیتوب ځنډول به د «طالبانو د نظام» په انزوا کې هم مهم رول ولوبوي. 

د افغانستان د ملي لوبډلو زمریو لوبغاړو، له پاکستان سره په لوبې کې ستاسو د بري دوعاوې کوو، په مېړانه او جرات میدان ته ورښکته شئ، ټول وطن او ولس مو تر څنګ ولاړي؟