مجاهد: له رسنیو څخه بشپړ ملاتړ ته ژمن یوو

مجاهد: له رسنیو څخه بشپړ ملاتړ ته ژمن یوو


  • 3 کاله دمخه (21/11/2021)
  • سمسور پرس
  • 1080

سمسور(یکشنبه د لړم۳۰) د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې رسنۍ د نظام ستنې دي او دوی ورڅخه په پوره ډول ملاتړ کوي.

نوموړي په یوه غونډه کې ویلي، چې رسنۍ د خپل مسؤلیت په چوکاټ کې په بشپړ ډول ازادي لرې او باید چې خپل مسؤلیتونه په سم ډول ترسره کړي.

د نوموړي په خبره اسلامي امارت د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ازادي ته ژمن دی او د دوی له لوري به په هیڅ کومې رسنۍ بندیز ونه لګول شي.

مجاهد یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې همدا اوس هم په کور دننه ګڼ شمېر خبریالان د طالبانو له لوري شکنجه کیږي.

سمسور پرس