سمسور(شنبه د لېندۍ ۶) د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پر جو بايډن د افغانستان په مسئله کې نیوکې کړې دي.
نوموړي له فوکس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې د بایډن د خپلسرۍ او ناکام پلان له امله امریکا په نړۍ کې خپل باور بایللی دی او ټول نړیوال سیاستوال امریکایانو ته د احمقانو په سترګه ګوري.
هغه له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو ته په اشارې ویلي، چې دا چاره خورا احمقانه ترسره شوه او بایډن راتلونکو پایلو ته هیڅ فکر ونه کړ.
باید یاده شي، چې ټرمپ تر دې وړاندې هم پر جوبایډن سخت انتقادونه کړي او هغه یې یو ناکام ولسمشر بللی.
سمسورپرس