د امریکا ماليې وزارت تېره ورځ یو عمومي جواز صادر کړ؛ چې پر بنسټ یې خلک کولی شي شخصي حوالې افغانستان ته ولېږي.
رویترز راپور ورکړی؛ چې دا جواز له خلکو او مالي موسساتو څخه د طالبانو په وړاندې د امریکا له بندیزونو ساتنه کړي.
دا جواز هغه کسانو ته چې د امریکا تور لېسټ کې دي؛ هم اجازه ورکوي، تر څو خپلې شخصي او غیر سوداګریزې حوالې افغانستان ته ولېږدوي.
د امریکا د ماليې وزارت ویاند رویترز ته ویلي؛ چې د یاد مجوز تګ لاره مالي موسساتو ته رسمیت ورکوي؛ تر څو خلک په ډاډه زړه افغانستان کې خپلو کورنیو ته پیسې ولېږي.