د اسلامي همکاریو سازمان د کنفرانس تر پیل مخکې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې افغانستان د دې سازمان غړیو هېوادونو کلک او جدي ملاتړ ته اړتیا لري.
د دې سازمان په خبره، چې اسلامي هېوادونه باید په عاجله توګه له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي.
دوی همداراز زیاته کړې، چې له لسیزو جګړو وروسته افغانان اوسمهال ارامي ته اړتیا لري او د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري او له دوی سره پر وخت همکاري وکړي.
ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان خپله اوولسمه غونډه نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه جوړه کړي.