بلوچستان سږکال د پاکستاني پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ سیمه وه

بلوچستان سږکال د پاکستاني پوځیانو لپاره تر ټولو خونړۍ سیمه وه


  • 3 کاله دمخه (26/12/2021)
  • سمسور پریس
  • 1813

سمسور(یکشنبه د مرغومي۵) سمسور پریس ادارې بلوچستان کې د خپلو باوري سرچینو پر مټ د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې پاکستاني پوځیانو ته د روان کال په اوږدو کې د اوښتو تلفاتو په اړه جزیات راټول کړي.

د سرچینو په خبره، سږکال د بلوچستان په ټولو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ۲۶۰ بېلابېلې حملې شوې، چې د تېر ۲۰۲۰ کال په پرتله ۸۹ فیصده ډېروالی ښیي.

د مالوماتو پر بنسټ، په یادو حملو کې ۱۳۸ پاکستاني پوځیان، د ایف سي او ایس ایس جي ځواکونه او دغه راز ای ایس ای پورې تړلي کسان وژل شوي او ۴۲۱ نور زخمیان دي.

 

 په روان کال کې په ایف سي تر ټولو زیات ۱۰۵ بریدونه شوي، چې پکې۷۴ کسان وژل شوي او ۱۴۹ نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې بیا د ۲۰۲۱ کال د دسمبر تر ۲۴مې نیټې پورې په ۳۷ ځانمرګو بریدونو کې۳۵ کسان وژل شوي او ۷۴ نور ژوبل شوي او د لاسي بمونو په ۳۶ بریدونو کې ۱۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان شوي.

 او همدارنګه په روان کال کې په قانون نافذونکو ادارو په نهو بريدونو کې پنځه کسان وژل شوي او ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

 

 په ټوله‌ییز بریدونو کې هم ۸ پوځیان وژل شوي او ۷۹ نور ټپیان دي.

که څه هم په دې تړاو بلوچ بېلتونپالې ډلې څه نه دي ویلي؛ خو روان کال بیا یادې ډلې په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ګڼ بریدونه ترسره کړي.

 سمسورپریس