اوچا: وروستیو واورو اړمنو افغانانو ته مرستې رسول ستونزمن کړل

اوچا: وروستیو واورو اړمنو افغانانو ته مرستې رسول ستونزمن کړل


  • 3 کاله دمخه (17/01/2022)
  • سمسور نیوز
  • 772

سمسور (دوشنبه د مرغومي۲۷) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظیمونکې څانګه (اوچا) وايي، د سختو واورو ورېدو له کبله لارې بندې شوې او په یو شمېر ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د بشري‌ مرستو د رسولو لړۍ ټکنۍ شوې ده.

دغې ادارې ویلي، چې د لارو بندېدو له کبله یې کارکوونکي نه دي توانېدلي چې یو شمېر سیمو ته بشري مرستې ورسوي. 

واورو او بارانونو داسې مهال د بشري مرستو لړۍ ټکنۍ کړې، چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که په وخت سره اړمنو ته مرستې ونه رسول شي، ښايي د افغانستان ۹۷سلنه خلک له روان بشري وضعیت څخه بد اغیزمن شي.