سمسور (۷غوایی۱۴۰۱) د خیبرپښتونخوا اړوند جنوبي وزیرستان کې په وسلهوال برید کې دوه پاکستان عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید تېره ورځ د جنوبي وزیرستان په "سراروغه" سیمه کې شوی دی.
بلخوا د پاکستاني رسنیو د راپور لهمخې، په دغه برید کې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي هم دي.
په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو د تیرې ورځې برید مسوولیت پاکستاني طالبانو (TTP) پر غاړه اخیستی دی.
د یادونې ده، چې همدا تېره ورځ هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې درې چینایان او یو پاکستانی وګړی وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.