د روغتیا نړیوال سازمان په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین پیلوي

د روغتیا نړیوال سازمان په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین پیلوي


  • 2 کاله دمخه (26/05/2022)
  • سمسور
  • 708

سمسور (۵غبرګولی۱۴۰۱) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې په ټول افغانستان کې د کرونا ضد واکسین کمپاین لپاره پروګرام ترتیب شوی.

دې سازمان پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ټاکل شوې د روان ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې په ټول افغانستان کې څه باندې ۵ ملیونه کسان،  چې عمرونه یې تر ۱۸ کالونو پورته وي، واکسین شي. 

ټاکل شوې چې د واکسین کولو په دې کمپاین کې به افغانانو ته د جانسن جانسن امریکایي او سینوفارم چینایي د کرونا ضد واکسینونه ورکړل شي. 

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دې کمپاین لپاره په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۷ ملیونه ډوزه واکسین شته دی.